IQNA

 د مصر د الازهر یو پلاوی د عباسي مقدس آستان په حرم کې

11:56 - April 09, 2024
د خبر لمبر: 3489022
ایکنا- د مصر د  الازهر پوهنتون یو پلاوی په عباسی مقدس آستان کې په شتون سره  ددغه سپيڅلي آستان  له ځينو پروژو خبر کړئ شو.

ایکنانیوز د الکفیل له قوله راپور راکړ، د شیخ الازهر سلاکار شیخ محمد عبدالصمند محمد مهنا  د مصر د یو شمیر شخصیّتونو او په بهر کې د دیره عربو د پلاوي په مشرۍ عباسی مقدس آستان ته سفر وکړ او  د عمومي اړیکو دبرخې دمشر سید محمد علی ازهر  او د آستان درسندوئي برخې دمشر جسام محمد السعیدي  له خوا خوائې تود هرکلی وشو.

میلمه پلاوی  د طاغوت له نسکوریدا وروسته د عباسی مقدس آستان  له عمراني ،کلتوري او عملی بدلونونو څخه په مختصر توګه  خبر کړئ شو او په دې باب  ئې یو شمیر لنډ فیلمونه هم ولیدل.

مصري پلاوی له دې وروسته  دحضرت ابا الفضل العباس علیه السلام  د مطهر مرقد زیارت وکړ او په دغه زیارت کولو ئې خوښي وښودله.

د الازهر پوهنتون  دنړیوالو حقوقو استاد مهنا  په دې باب ووئيل، دا کربلا او عتبات مقدسه ته د ما لومړنی سفر ؤ او د حضرت ابالفضل العباس  له حرم څخه  په زیارت سره پيل شو ځکه چې هغه بزرګوار د سید الشهدا حضرت امام حسین علیه  السلام سپيڅلي حرم ته د واریدیدا دروازه ده.

 

https://iqna.ir/fa/news/4209350

captcha